پوتین د مارچ د پنځمې نیټې نه پس، دلومړي ځل لپاره راڅرګند شوی

د روسیې د ټاس خبري اژانس د خبرله مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین نن د کرغیزستان د ولسمشر المازبیک اتمبایوف سره په پيټربورګ کې وکتل.
دا د مارچ دمیاشتې د پنځمې نیټې نه پس د رسنیوپه وړاندې دپوتین لومړنۍ راڅرګندیدل دی.  ترلیدنې دمخه، ولسمشر پوتین د کرغیزستان ولسمشر ته د کانستانتین پارک ور وښوده.
المازبیک اتمبایوف د پوتین د روغتیا په اړه ویلي.« د روسېې ولسمشر نه یوازې دا چې ګرځیدای شي ، بلکې موټر هم چلوي.»
د کرغیزستان ولسمشر زیاته کړې چې ، ده د خپل ځان په اړه هم بیلابیلې ګنګوسې اوریدلې دی، خو د روغتیا په اړه ګنګوسې خپارول سم کار ندی. لکه چې په روسي ژبه کې وایي: دا هیله به یې پوره نشي.
د روسیې ولسمشر پوتین په ځواب کې وویل :« بې ګنګوسو به ژوند زړه تنګونکی وي ».