طالبانو د اوباما وروستۍ پریکړه، دسولې دبهیر په زیان بللې ده

افغان طالبانو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په پلان کې دبدلون په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پریکړه ، دسولې لپاره د هلوځلو په زیان بللې ده.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي دي چې،« داکار به دسولې هیلې زیانمنې کړي او ددې مانا به داوي چې جګړه به  هغوپورې دوام پیدا کړي ،څو هغوی ماتې وخوري .»
دیادوونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د مارچ په ۲۴ نیټه دافغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره، په سپینه ماڼۍ کې، دخپلې کتنې په ترڅ کې وویل چې ، د ۲۰۱۵ کال تر ورستیاڼه به دخپلو ۱۰۵۰۰ سرتیرو له ډلې  نه ، چې اوسمهال په افغانستان شتون کې لری، پنځه سوه سرتیرې له افغانستانه وباسي او ۵۵۰۰ کسان به د ۲۰۱۶ کال تر ورستیاڼه پاتې وي.
اوباما همدارنګه وویل چې، د ځواکونو د ایستلو په اړه لاهم ژمن دی او ټول پوځیان به  د ۲۰۱۶ کال تر ورستیاڼه له افغانستان نه وباسي .