دټاپي نوبتي غونډه به سبا په کابل کې کیږي

د ترکمنستان، افغانستان،پاکستان او هند ترمنځ د ګاز د نللیکې (ټاپي) د پروژې یوویشتمه نوبتي غونډه به سبا په کابل کې جوړه شي.
دبهرنیو چارو د وزرات ویاند شکیب مستغني وايي چې، د ټاپي د پروژې په اړوند ځینې پرمختګونه شویدي او ددې پروژې دپلي کولو په اړه به ذ ترکمنستان، پاکستان او هند د معدن او پیټرولیم د وزارتونو استازي د افغان لوري سره، د کابل پدې غونډه کې خبرې اترې تر سره کړي.  
د ترکمنستان نه هند ته د ګاز لیږدونکې دغه نللیکه به،چې ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري، په پیل کې هرکال ۲۷ میلیارډه متره مکعبه ګاز هند ته لیږدوي چې دهغې نه به دوه میلیارډه متره مکعبه افغانستان او ۱۲.۵ متره مکعبه پاکستان ورکول کیږي.

د اقتصادي پلوه، د ټاپي د ګاز نللیکه د افغانستان لپاره مهم رول لرلی شي.