د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستان دطالبانو دتحریک یو مهم قوماندان وژل شوی

دپاکستان د طالبانو تحریک نن دزیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلی دی چې دنوموړي تحریک یو مهم قوماندان خاورې مسید د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شویدی.
د ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې په وینا، دپاکستان دطالبانو دتحریک ویاند محمد خراساني ویلي دی چې، خاورې مسید د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې، د مارچ په اتلسمه نیټه وژل شویدی.
ورځپاڼه زیاتوي، خاورې مسید دهغو قوماندانو له ډلې څخه وو چې د بیت الله محسود سره یې نژدې اړیکې درلودلې. خاورې مسید د حکیم الله مسید د ساتونکي دنده هم په غاړه درلوده.
ورځپاڼه وړاندې د پاکستاني طالبانو د ویاند له خولې لیکي چې، خاورې د افغانستان د پکتیکا،کنړ او خوست په ولایتونو کې هم فعالیت کړی وو.