داسې ونه چې د کال په اوږدو کې څلویښت ډوله بیلابیلې میوې نیسي

دا حیرانونکې ونه چې بشپړ کال شنه وي، په کال کې څلویښت ډوله میوه نیسي. دغه ونه یوه امریکايي انځورګر ،چې سین بان اکین نومیږي، جوړه کړیده. اوکین چې د ماشومتوب نه یې دطبعیت سره مینه درلوده، د « څلویښتو میوو لرونکې ونه» په نوم یوه پروژه پیل کړه. نوموړي په یوه بوټي کې د څلویښتو بیلابیلو میوه لرونکو ونو، پیوندونه ولګول. 
 پایلې د توقع نه هم پورته وې. ونه ګلونه کوي او دکال په اوږدو کې میوه ورکوي. د اوړي په موسم کې نوموړی ونه د مندتو یا زدالو، الوبالو،الوچو او نشپاتیو یا شفتالو میوه نیسي.

 د څلویښتو میوو لرونکې ونې روزونکی دغه ونه په فارم کې لګولې ده. دیادوونې وړ ده چې، د پيوند کولو دغه طریقه ډیره جالبه ده او غیرعادي ده. دهمدې طریقې له لارې، یوه برتانوي وکولای شول چې د مڼو د میوو د ۲۵۰ بیلابیلو ډولو لرونکې یوه عجیبه ونه لویه کړي.
ددې ونې روزونکی په نظر کې لري چې داسو میوو یوه ونه وروزي چې تراوسه په بازار کې نشتون نلري .