پسرلی دې ځه دګل لوري ته لاړ شو

غزل
پسرلی دی ځه د ګل لوري ته لاړ شو
د نرګس، غاټول، سنبل لوري ته لاړ شو

ورپسې یو،خو سالار راته ړوند ښکاري
هسې نه چې د دلدل لوري ته لاړ شو

په واله که مو دهیڅ دړد هم درمل شي
پردی بریږده، ځه دخپل لوري ته لاړ شو

شاید ځکه تل غورځیږو له کمره
نړۍ یو لورته موږ بل لوري ته لاړ شو

څوشیبې بې ریا، ژوند لپاره ځه چې
درندانو د محفل لوري ته لاړ شو

ځولۍ ډکه د خوښۍ، سولې له ګلو
منتظره) ځه کابل لوري ته لاړ شو
10/04/2015
جلال اباد