د فرخندې د وژنې د څیړلو کمیسیون خپلې پایلې اعلان کړې

د فرخندې د وژلو د پيښې دڅیړلو کمیسیون  نن د پنجشنبې په ورځ، دخپلو څیړنو پایلې اعلان کړې. پایلې ښیي چې فرخندې قران  ته اور نه وو اچولی .
د کمیسیون مشر مولوی محی الدین بلوچ په خبري غونډه کې وویل چې، ددوی د څیړنو پر بنسټ، فرخنده په دغه قضیه کې په بشپړه توګه بې ګناه وه .
بلوچ څرګنده کړه چې، په کابل کې د فرخندې وژل، یوه پلان شوې پیښه نه وه او هیڅ داسې شواهد ندي ترلاسه شوي چې وښيي،د هیواد په دننه یا بهر کې، کوم چا یا کومې کړۍ ددغه پيښې په پلانولو کې لاس درلودلی وي.
  مولوي بلوچ د امنیتي بنسټونو نه غوښتنه وکړه چې، هغه کسان ونیسي چې، د فرخندې په وژلو کې یې په نیغه توګه لاس درلوده او یایې هم خلک راپارولي وواو اوسمهال په تيښته کې دي .  
نوموړي دخلکو نه هم هیله وکړه چې،ددغو کسانو په پیژندلو کې د امنیتي بنسټونو سره مرسته او همکاري وکړي.
بلوڅ همدارنګه وویل چې، دیني عالمانو د فرخندې په وژل کیدو او دخلکو د احساساتو په راپارولو کې هیڅډول ونډه نه درلوده او د پيښې په مهال د پيښې په ځای کې حاضر نه ول.  
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي پدغه خبري غونډه کې وویل چې، په تیرو کالونو کې د معافیت دود او کلچر د ورته پيښو د رامخې ته کیدو لامل دی. نوموړی زیاته کړه چې، عدلي او قضايي ادارې د فرخندې د وژنې  د عاملینو په محکمه کولو او سزا  ورکولو کې جدي دي او کمیسیون به هم دغه پروسه تر پایه وڅاري.  
په یاد دې وي چې، فرخنده دوه اوونۍ دمخه په کابل کې د شاه دوشمشیره زیارت مخې ته،هغه وخت ووژل شوه او بیا وسوزول شوه چې دزیات تعویذ لیکونکو ملایانو پرهغې د قران سوزولو تور پورې کړ.
امنیتي ادارو په هیواد کې د سختو اعتراضونو نه پس، ددې پیښې په تړاو ۴۸ کسان ونیول او دهغوی دوسیې یې دڅیړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته واستولې.
همدارنګه ،تیره ورځ د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني هم د وزیرانو په غونډه کې لاروښوونه وکړه چې د کابل د شاه دوشمشیره واټ دې د « شهیده فرخنده» په نوم ، ونومول شي.