این بي سي : ملا محمد عمر د سولې په خبرو اترو کې دخیل دی

د این بي سي امریکايي رسنۍ نن پخپل یوه رپورټ کې لیکلي دی چې، دافغانستان دحکومت سره دسولې په خبرو اترو کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم دخیل دی.
رسنۍ دیوه طالب قوماندان له خولې چې نوم یې ندی ښودل شوی، لیکلي چې، ملامحمدعمر خپل ملګري او مرستیال محمد اختر منصور ته واک ورکړیدی چې د ده په استازي توب پریکړه وکړي.
درپورټ له مخې، د اوږدې جګړې له کبله، جنګیالي ستړي شویدي او دسولې خبرو اترو ته سترګې په لاره دي، ترڅو سولې راشي.
 این بي سي وړاندې د طالب قوماندان  له خولې چې نوم یې جوت ندی،لیکي ،« دا به یوازې څو اوونۍ ونیسي، اوس هرڅه چمتو دي او دامریکا د متحده ایالتونو او کابل سره د خبرو اترو لپاره ټیم غوره کړی شویدی.»
د این بي سي له قوله، دسولې په خبرو اترو کې به ،د افغان ولسمشر محمداشرف غني، اجریوي رییس عبدالله عبدالله او طالبانو د استازو  برسیره، بل مهم اړخ د پاکستان دپوځ لوی دستیز جنرال رهیل شریف، چین او متحده عربي امارات هم شامل وي.
رسنۍ زیاتوي چې، رهیل شریف د امریکا متحده ایالتونو، افغانانو او په خپل هیواد کې دننه ،هغو کسانو ته چې دې پروسې ته دشک په سترګه ګوري، ډاډ ورکړیدی چې، پاکستان- چې د اوږدې مودې راهیسې ،په افغانستان کې د وسلوالو ډلو نه  په ملاتړ کولو، تورن دی- اوسمهال د شورشیانو په له منځه وړلو کې جدي دی.  

این بي سي دا هم لیکلي دی چې، که د طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شي، نو د وسلوالو په منځ کې هغې ډلې چې دسولې دخبرو مخالفې دي، کیدای شي چې د داعش سره لاس یو کړي.