روسي پوهانو « دهډوکو سیمنټ » ماده جوړه کړیده

د روسیې د شمال د ټکنالوژی انسټیټیوټ پوهانو، یوه داسې ماده جوړه کړیده چې، کولای شي دانسان د زیانمن شوی هډوکې ځای ونیسي.
ددې مادي بې ساریتوب پدې کې دی چې، دانسان وجود دغه ماده مني او هغه نه ردوي. کله چې دغه ماده یا «د هډوکو لپاره سیمنټ» د زیامن شوي هډوکي چاود یا مات شوي ځای ته، ننوزي، نو په لنډ وخت کې په بشپړه توګه په هډوکي بدلیږي.
دغه ځانګړې ماده، چې کولای شي د هډوکي زیانمن شوې برخې ځای ونیسي، دانسان د وجود او ارګانیزم لپاره په بشپړه توګه بې زیانه او بې خطره ده .
ددې مادې موندونکی او پراختیاورکونکی پروفیسر ویتالي ګوزییف وايي چې، زیاتره د هډوکو د تداوی لپاره ایمپلانټونه کارول کیږي، چې د ټیټانیوم څخه جوړیږي. خو وروسته له هغې چې هډوکی وده وکړي، باید چې پروتیز وایستل شي، چې د دړد لامل کیږي او انسان اړ دی چې دغه دړد وزغمي. پروفیسر ګوزییف وايي« موږ پکر وکړ چې داسې یوه ماده چې په طبعي توګه هډوکی ورنه جوړیږي، ومومو ، ترڅو له یوه پلوه په وجودکې جذب شي او له بله پلوه د ټیټانیوم په شان مقاومت ولري».
په زړه پورې خبره داده چې،هډوکی په بشپړه توګه دغه ماده جذبوي او همدارنګه ، دعصابو حجرې هم  بیرته رغیږي.
په پیل کې دغه ماده، خټو یا چیکړ ته ورته وی،د عملیاتو په وخت کې کله چې د هډوکو پر زیامنو برخو ولګول شي، سمدلاسه کلکیږي. 

ګوزییف هیله څرګنده کړیده چې په راتلونکو کې به دغه ټکنالوژی د انسان په نورو غړو کې هم په کار واچول شي.