غزل / عصمت قانع

چې ککره کې مې بل دجنون اوردی
دانګور دوينې څه سپېڅلئ زوردي

درندۍ دپيرخانې عجب مريديم
چې زاهد راته دکفر پر خره سپور دي

لا به پاڅوم نيشې په تماشو کې
ګمان مه کړه چې دميو جام نسکوردي

دلاهور په دښمنې به شکر وکړم
داد فارس ددښمنۍ نيرنګ لا نور دي

دبيرغ پيڅکې مې غله په غلا کې سکڼې
په ملي وحدت مي وران دوحدت کور دي

څنګ ته مه ورځه سپين پوښه خرقه پو ښه
تورقانع دشرابي په تهمت تور دی