له افغان حکومت نه دپاکستان غوښتنه : ملافضل الله ووژنﺉ یا موږ ته اجازه راکړﺉ چې دا کار وکړو

اسلام اباد دافغان حکومت نه په رسمی توګه غوښتنه کړیده چې، دپاکستان د طالبانود تحریک مشر فضل الله  ووژني یا هم دوی ته اجازه ورکړي چې دا کار ترسره کړي.
درپورټونو له مخې، دغه غوښتنه دافغان چارواکو سره د پاکستاني چارواکو د رسمي لیدنې په ترڅ شوې ده.
دپاکستان «دې نیوز ټرایب»  ورځپاڼې دشنبې په ورځ رپورټ ورکړی چې،دپاکستان استخباراتو افغان حکومت ته دبلوچستان دبیلتون غوښتونکو سره د اړیکو د لرلو او همدارنګه، په پاکستان کې په بیلا بیلو ترهګریزو بریدونو کې، د فضل الله د ښکیلتیا په اړه استخباراتي راپورنه سپارلي دي.  

رپورټ زیاتوي چې، پاکستاني چارواکو  ویلي دي  چې، دهند داستخباراتو اداره (RAW) دملافضل الله ملاتړ کوي ،ترڅو په پاکستان کې بې ثباتي رامنځته کړي او ددې کار لپاره  افغان خاوره کاروي.

په رپورټ کې راغلي چې، پاکستان په رسمي توګه افغان حکومت ته هغه شواهد ورسپارلي دی چې، دملافضل الله سره د(RAW) د اجینټ لیدنې کتنې  ثابتوي. 

  رپورټ زیاتوي، د هند د استخباراتو اداره (RAW)، د بلوچستان دازادۍ پوځ(BLA)، دبلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) او دبلوچستان جمهوري غوښتونکې پوځ (BRA) نه هم   په نیغه توګه ملاتړ کوي او تمولیږي ،ترڅو پدغه ایالت کې د بیلتون غوښتنې خوځښت غښتلی وساتي.

پاکستاني چارواکی ادعاکوي چې ، (RAW) د بلوچستان دبیلتون غوښتونکو لپاره په کابل ،کندهار او نیمروز کې ،ګڼ شمیر نظامي روزنځایونه لري ، چې په اړه یې افغان استخباراتو ته کوټلي رپورونه ورکړل شویدي.
دیادوونې وړده چې ، افغان حکومت پدې اړوند کومې څرګندونې او تبصره نده کړې .