طالبانو د بدخشان یمګان ولسوالۍ مرکز نیولی


سرچینه : بي بي سيد ۲۰۱۵ میلادي کال د جون ۶ نیټه 

د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت "یمګان" ولسوالۍ د حکومت له کنټروله وتلې او د یادې ولسوالۍ مرکز اوس د طالبانو په لاس کې دی.
د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله ادیب بي بي سي ته وویل، د طالبانو اړوندو جنګیالیو له تېرې یوې اونۍ راهیسې پر دغې ولسوالۍ بریدونه ډېر کړي، چې بالاخره تېره شپه یې د یمګان ولسوالۍ مرکز ونیو.
ښاغلي ادیب وویل، افغان امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ په یو کیلومترۍ کې له طالبانو سره جنګېږي.
هغه دا هم وویل، سیمه ییزو چارواکو د هوايي ځواک ملاتړ غوښتی چې له سیمې طالبان پسې واخلي.
د بدخشان سرپرست والي ادعا کوي، چې په دې برید کې بهرنیو جنګیالیو هم برخه لرله چې د ټولو برید کوونکو شمېر له دوو سوو ډېر اټکل شوی.
ښاغلي ادیب د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، په نښته کې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي.
بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې مهم ستراتیژیک موقعیت لري، چې ډېر کله پرې وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو هڅې کړې.
د ذبیح الله مجاهد په نوم د وسله والو طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دوی د یمګان ولوسالۍ ټولې اړوندې پوستې نیولې، چې "ګڼ" پولیس پکې وژل شوي دي.