امروت هغه مېوه چې له ښکلي خوند سره سره
د ويټامینونو او معدني موادو بډایه شرچینه هم بلل کېږي. د امروتو خوړل په
اوړي کې د دې لپاره ګټور دي چې هم د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي او هم د
زیاتې تندې مخه نیسي.
امروت له ۷۶ نیولې تر ۸۳ سلنه اوبه او
له شپږو تر ۱۲ سلنه قندي مواد لري. په امروتو کې د اسید کچه یو یا دوه سلنه
ده چې مالیک سیتریک، تانن، پکتین، انورتین او اسپاراژین یې معلوم اسیدونه
دي.
امروت د ويټامین (A,B1, B2, C) او دغه
راز د معدني موادو لکه فاسفر، سوډیم، کلسیم، مګنيزیم، ګوګرد، پوتاشیم، مس،
اوسپنه، منګنیز او نور تر ټولو ښه زېرمه بلل کېږي.
د امروتو د ونې پوستکی د قبض لپاره ګټور
دی؛ دغه راز که د امروتو د ونې پوستکی و اېشول شي، د بډوډو، مثانې ډبرې له
منځه وړي او ادرار زیاتوي.
د امروتو د ونې پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د
یادې مېوې ونې اېشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره
له هر ډول ميکربونو څخه پاک کړي.
د خامو امروتو په خوړلو کې باید زیاتی
ونه شي؛ ځکه پر معدې فشار راوړي، خو د پخو امروتو خوړل نه یوازې د معدې
لپاره ګټور دي، بلکې نور ګڼې ګټې هم لري.
که څه هم چې امروت د امیدوارو مېرمنو
لپاره ښه مېوه بلل شوې ده، د هغو کسانو لپاره هم د پام وړ ګټه رسوي چې د
وینې له کمښت سره مخ وي.
د امروتو ونه له لسو نیولې تر ۲۰ مترو پورې جګوالی، اوږدې رېښې او ساده پاڼې لري، مېوه یې مخروط ته ورته او غوښینه ده.