د نړۍ د بریالیو او شتمنو کسانو لس شتمني زېږونکې خبرې

 ژ : عطا محمد میاخیل
۱ ـــ یوازې هغه ځواکمنه شتمني، چې موږ یې لرو، زموږ ذهن دی. که چېرې په سمه توګه وروزل شي، کولای شي، ستره شتمني را منځته کړي.  ( رابرټ کیو ساکي )

۲ ـــ لږ تر لږه اتیا سلنه میلونران له ځانه جوړ شوي دي، هغوی له صفره شروع وکړه او یوازې لوړ همت او انرژي یې لرله.  ( برایان ټریسي )

۳ ـــ د شتمنۍ د راټولولو په اړه فکر مه کوه، په ژوند کې د بدلون د رامنځته کولو په اړه فکر وکړه. هغه بدلون چې نور یې لري، په بده بڼه یې را منځته کوي. له خلکو سره آشنایي او ملګرتیا پیدا کړه او هغه په غوره توګه ترسره کړه. ( ریچارډ برانسن )

۴ ـــ ډېری خلک د دې له پاره نه شتمن کېږي، ځکه چې هغوی هېڅکله زده کړې نه دي کړي، ترڅو له هغو بریاوو څخه ګټه واخلي، کومې چې د سترګو په وړاندې یې دي.  ( رابرټ کیوساکي (

۵ ـــ شتمن کسان په پرله پسې توګه زده کړې کوي او وده کوي. بېوزله کسان فکر کوي، چې په هرڅه باندې پوهېږي. ( ټي هارو اېکر (

۶ ـــ زه د خپلو پیسو په اړه داسې فکر کووم، چې زما سرتېري دي، هغوی جګړې ته لېږم، غواړم، چې اسیران ونیسي او بېرته کورته را وګرځي، ترڅو په دې ترتیب وتوانېږم، له هغو اسیرانو څخه د نورو سرتېرو په توګه کار واخلم. ( کېوین اولري(

۷ ـــ د دې نړۍ ستونزه داده: هغه کسان ډېر کم دي، کوم چې ستونزې حل کولای شي؛ په دې ترتیب که چېرې وتوانېږې، چې ستونزې حل کړې، نو شتمن کېږې.  ( رابرټ کیوساکي (

۸ ـــ د شتمنۍ د ترلاسه کولو له پاره اړینه ده، چې ځان په یوه مناسب ځای کې ځای په ځای کړئ. ( ټي هارو اکر )

۹ ـــ څو کسان پېژنئ، چې په بانکي حساب کې د پیسو د پس انداز کولو له لارې شتمن شوي وي ؟  ( رابرټ ګاري الین(

۱۰ ـــ که غواړې، چې شتمن شې، نو ستر او توپیري فکر وکړه. (رابرټ کیوساکي(