ولې په الوتکه کې دالوت په حالت کې د ډېرو خوندورو خواړو خوند هم نه پاتې کيږي؟؟

افضل محمد وقار:

کله چې تاسو په الوتکه کې سپرېږى، او زرګونه متره د ځمکې نه ارتفاع نيسى، نو د خوراکي موادو په لذت کې فوق العاده تغیيرات رامنځته کيږي، اما ولې رامنځته کيږي؟
کله چې الوتکه زرګونه متره د ځمکې له قشر نه ارتفاع ونيسي، د ارتفاع زياتوالى په خپله د ځينو جانبي تغیيراتو سبب ګرځي. د انسان د بويولو او خوند حسونه هغه څه دي چې، پکې د پام وړ کموالى راځي. خواړه اصلاً د دغه د دوه خاصيتونو يو ترکيب دى.
چارلس اسپنس د اکسفورډ پوهنتون يو استاد او روان شناس په دې اړه د ځينوتجربو وروسته خپل نظر داسې بيانوي:
(خواړه ،او څښونکي مواد، واقعاً د ځمکې په نسبت په الوتکه يعنې د ځمکې نه په يوه ارتفاع کې د ځمکې په نسبت جلا خوند لري، او په دې اړه ګڼ شمېر دلايل شتون لري لکه د رطوبت نشتوالى، د هوا د فشار کموالى،دالوتکې دماشينو شور او داسې نور… (
کله چې په يوه الوتکه کې کېنى،دالوتکې په خونه کې لومړى تاسو دبويولو حس له لاسه ورکوى،وروسته دارتفاع په زياتېدو سره په الوتکه دهوا فشار کموالى کوي،چې دهوا دفشار کموالى په خپله دالوتکې دخونې په داخل کې درطوبت دکموالي سبب ګرځي.
څېړنې ښايي چې په 9 کيلومتره ( 3000فوټه) ارتفاع کې دالوتکې دخونې داخلي رطوبت %12 څخه هم کم وي، چې دارطوبت ديوې دښتې تر رطوبت هم کم دى.
همدا ډول د الماني فرانهوفر شرکت څېړنې،چې ددې هېواد دلوفتانزاى هوايي شرکت په امر ترسره کړې،نتايج يې داوه چې درطوبت نشتون،او دهوا دفشار کموالى دانسان دخوند حس په غدو باندې مستقيماً اثر کوي،او 30 سلنه دخوند حس دلومړي خالت په نسبت کمزورى کوي.
ددې تر څنګ ددغو څېړنو بله پايله ده وه چې،مونږ په فضا کې يواځې دوه حسونه له لاسه ورکوو مالګين او خوږوالى،خو تروشوالى،تريخوالى او نور تقريباً بدون له تغيره پاتې کيږي، البته داحسونه مجموعاً دخوند په حس پسې مربوط دي. همدا ډول دبويولو حس دکمزوري کېدو بل علت هم دادى چې،دالوتکې په داخل کې دهوا درطوبت نشتوالى ددې سبب ګرځي چې دخواړو بوى مونږ ته ښه راونه رسيږي،چون وچه هوا دداسې شيانو دانتقال ښه وړتيا نلري.
نو پايله ترلاسه کوو چې دپورته تغيراتو په رامنځته کېدو سره،په الوتکه کې دخواړو خوند او لذت دځمکې په نسبت کم وي.
په همدې هيله چې ستاسو سوال جواب شوى وي،تاسو هم کولاى شى داړوند فضايي مسايلو په اړه نظر ورکړى يا هم سوال دلته کمنټ کې مطرخ کړى،انشاالله مونږ به يې تر وسه جواب درته تهيه کړو.