په امریکا کې یو هلک د کوما د ووتلو نه وروسته په هسپانوي خبرې پیل کړی

 
د روسیې د سپوتنیک ویب پاڼې له مخې، دامریکا په جورجیا ایالات کې ۱۶ کلن روبی نسیمون وروسته له هغې چې، د کوما د حالت نه راووت، په هسپانوي ژبه ، چې مخکی یې نه وه زده او پرې نه پوهیده، خبرې پیل کړې. دا خبر The Daily Mail. په ورځپاڼې کې خپور شوی.

دغه ځوان د ښوونځي د فوټبال ټیم ګولکیپر وو. کله چې یوه لوبغاړي، د لوبې پر مهال ، نوموړی سرته په لغته ووهه، نو مغزو یې صدمه ولیده او په کومه کې لاړ. نوموړی د چورلکې په وسیله د اټلانټا يو روغتون ته ولیږدول شواو څو ورځی پس، کله چې له کوما څخه راووت،نو یوازی یې په سوچه هسپانوي ژبه خبرې کولې.