روغلې / مخزون

دې ستــــرګې یشکې مـې بایږي ګــــریـوونۀ ته روغلې
پۀ مو چې وور دې ناندونۍ تیر شۀ تـۀ غرۀ ته روغلې

لاليه چــــیـــــرې لــــــوړې کیـــمې کانـــدې ونغشتې
دې موزدیګار سیورې روګــوډې شــولې ورۀ ته روغلې

کړاغون ګـرځیژي پـــۀ وطــــن لویدلي خــــړ ګاړدیینه
قسام دای یـوره نن مـــې ډیر عــجیبه زړۀ تــه روغلې

دې غریبه ډک وۀ خالي دامـره څـۀ مې نۀ ویر وۀ ویل
ریبورا رو وراسېدې ستړای ماشې څـــۀ تــه روغــــلې

زۀ دې کــــوټې پۀ دروزه لیـه دیــــــر واتــلی نـــــۀ وۀ
دې مــو دې یور درانه غمــګیه وربویۀ تـه روغــــلې

ژڼي ملګــــري پـــۀ مـــــو کـــــو دې بیمــــورۍ پشتنې
لیــلو خــاپه شوۀ کانـي څـو ووره مې خولۀ ته روعلې

جانانه سیخــــــه کیســه وکــــه تـۀ وو کله روڅـــــــې
زوڼیې لاشتائ لاشتائ روموتې شوې پریغـلۀ ته روغلې

چې څومـــره قدر ویرکوای شې ځـون وو نۀ صرپاوې
خدای دا دې مال شي محزون جانه پاشتونۀته روغلې