د (توت عنخ آمون) په قبر کې حیرانونکی څه موندل شویدي



د مصر او ایټالیا پوهانو ، د (ایکسرای )په وسیله د هغه خنجرفلوروسانسي تحلیل او تجزیه وکړه، چې د فرعون په  قبر  کې یې موندلی وو،  دخنجر د تجزیې او څیړنې نه پس جوته شوه  چې، په هغه میټال یا فلز کې چې، د خنجر  تیغ  ورنه جوړ شوی وو، د نیکل غلظت یوولس سلنه ۱۱٪ وو، په داسې حال کې  چې، داوسپنو په مځکني کاڼو کې دغه سلنه تر څلورو لوړه نده. دا په ګوته کوي چې، ځنډنیو او لرغونو مصریانو ددې وړتیا او توان درلود چې، د میټیورایټ ( د اوسپنې او ډبرې   کاڼي ته ورته  فزیکي ماده یا جسم، چې د اسمان څخه پر ځمکه را غورزي)، څخه اوسپنه تر لاسه او را وباسي. 
دموضوع اړونده تصویرونه لاندې کتی شئ