د الوګانو د جوس لس حیرانونکي ځانګړتیاوې



ژباړه : زیب منتظر مسید
الوګان هغه ترکاري ده چې کابو هرڅوک ورنه په بیلابیلو بڼو د پخلې په وخت کې کار اخلي. د اومو یا خامو الوګانو جوس د ډیرو ګټورو درملو په ډله کې راتلی شي. په ځنډنه زمانه کې، وګړو  په پراخه کچه ،د الوګانو د جوس د بیلابیلو ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپار او نن ورځ هم ورنه کار اخلي . ددې جوس بله ښیګړه دا ده چې، الوګان کابو په هر کور کې شته .

۱-  د ناروغیو په وړاندې د وجود مقاومت زیاتوي
د الوګانو په جوس کې د (سي) ویټامین شتون لري چې، د وجود مقاومت لوړوي. که د ورځې په اوږدو کې،
په ځانګړې توګه د ژمي او ساړو په موسم کې ،یو ګیلاس د الوګانو جوس  وڅښل شي، نو ډیره ګټه لري .
  ۲ - د ويښتانود ودې او لوییدلو سره مرسته کوي
یو څو دانې الوګان چې پټوکي یې پاک کړی شوي وي، د تراشک یا ترا ښونکي
په وسیله وتوږئ یا وتراښئ او بیا ورنه جوس لوښي ته بیل او وځبیښئ . د په لاس راغلي جوس په وسیله ،د سر د ویښتانو بیخونه او د سر پوستکی غوړ او مږئ . له شلو دقیقو وروسته خپل سر او ویښتان ومینځئ . دا کار په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه ځله وکړئ.  
۳- د پوستکي یا څرمنې لوندوالی یا رطوبت
د الوګانو تازه جوس د وجود د پوستکي په لنده او نرم ساتلو کې مرسته کوي. د الوګانو جوس د ټوکر په وسیله فیلټر کړئ او بیا خپل وچ پوستکی د مالوچو په وسیله د نوموړي جوس سره غوړ یا لوند کړئ .
 ۴- د مفصلونو او ملا دړد اراموي
د الوګانو جوس التهابي جریانونه فعالوي. دغه جوس د مفصلونو د ناروغیو د تداوۍ لپاره هم کارول کیږي.


۵- د زړه فعالیت ښه کوي
د الوګانو جوس د زړه لپاره ډیر ګټور دی، ځکه چې په وینه کې د کولسټرولو کچه راکموي.


۶-  د مخ د پوستکي لپاره
د الوګانو جوس به پر مخ او غاړه ومږئ. ۳۰ دقیقې وروسته به د تودو اوبو په وسیله په لنده شوې رنجه یا تکې سره مخ او غاړه پاکه کړئ. بیا به ځان په تودو اوبو ومینځئ اوپه  سړو اوبو چې ،لومړۍ ایشولو شوې وي، لوند کړئ.
 
 
۷-  د معدې د التهاب یا ګاسټریټ درملنه
د معدې سوزیدل یا ګاسټریټ درملنه د څو پړاوونو په ترڅ کې کوي : لس ورځې د الوګانو جوس څښل کیږي او بیا لس ورځې دمه باید وشي. سهارد ناشتې نه، نیمه ګنټه مخکې باید د الوګانو د تازه جوسو یو ګیلاس وڅښل شي.

  ۸-  د ینې یا ځیګر او مثانې لپاره
د الوګانو جوس  ینه او مثانه د زهرجنو موادو نه پاکوي.
۹-  د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي
که د الوګانو جوس په منظمه توګه وڅښل شي، د کولمو د ستونځو او نس یا اسهال په مخنیوي کې ګټور تمامي او د بدهاضمۍ په ختمیدو کې هم مرسته کولای شي. 

 ۱۰-  ډیره انرژي پیدا کوي
د هغو کسانو لپاره چې انرژي او ځواک یې له لاسه ورکړی وي، د الوګانو جوس یا اوبه ښه مرستندوی کیدای شي.