ميوه باید له ډوډۍ دوه ساعته وروسته وخوړل شي

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول د ميوې خوړل مو ستړیا له منځه وړي او د خوښۍ احساس درکوي، خو په موږ کې دود دا دی چې د ټولې ورځې ميوه په دوو وختونو کې، یعنې له ډوډۍ وروسته خورو.
د تغذیې د برخې مشهور متخصص نوروز حقي وایي، له ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې ټول حجم اشغاليږي، معده ډکه او درنيږي، په دې وخت کې د مېوې خوړل د ګټې پر ځای ستونزې جوړوی
دی همدا راز وایي چې د ډېری کسانو بدن له ډوډۍ خوړلو وروسته د خوږو خوړو ته اړتیا پیدا کوي، نو اړ دي چې مېوه وخوري، دوی ته سپارښتنه کيږي، د دې پر ځای چې هم یې پر معده فشار نه وي راوستی او هم یې په وینه کې د خوږو یا قندو ميزان ساتلی وي، ښه ده چې د همدې ميوو مربا وخوري.
نوروز حقي وایي، د ورځې په اوږدو او بيلابېلو وختونو کې د ميوې خوړل د وینې فشار کنټرولوي، د فکري کار لپاره انرژي تولیدوي او تر ټولو ښه ځانګړنه یې دا ده چې ستړیا له منځه وړي او د زیاتې غوسې مخه نیسي.
په ټوله کې ميوه د بدن لپاره ګټوره ده، خو بيلې ميوې په بيلو وختونو کې خپلې ځانګړې ګټې هم لري، په ميوه کې د وړوي، ښه دا ده چې له ډوډۍ یو یا دوه ساعته وروسته ميوه وخوړل شي.
 بدن د اړتیا ټول مواد په اصلي شکل پیدا کيږي.

هغه کسان چې په منظم ډول مېوه خوري، د نورو په پرتله یې عمر اوږد، پوست یې ښکلی او خوشاله اروا لري.