څیړونکو په بیرمود مثلث کې حیرانوونکی هرم موندلی دی

ژباړه: منتظرمسید

د اروپایي پوهانو یوې ډلې د ټولو هغو حیرانوونکو پيښو او بخولو د راز په سپړلو بریالي شویدي چې، د بیرمود په ټاپوګانو کې پيښیږي. رسنیو د اټلانټیک سمندر د بیرمود مثلث په سیمه کې، تر اوبو لاندې د یوې له اسراره ډکې موندنې په اړه خبرونه خپاره کړیدي.
د خبرونو له مخې، څیړونکو د اوبو لاندې، یو هرم موندلی دی چې، د ځانګړيو موادو نه چې ښیښې ته ورته دی، جوړ شویدی. څیړونکو دغه څیړنې د بیړۍ نه د (Echolocation ) یا دغږ د انعکاسونکو وسایلو په مټ ترسره کړیدي، نوځکه یې د څیړنو جزیات ندي په ډاګه کړي.


څیړونکې ډاډ لري چې دغه د اوبو لاندې هرم ، د سمندر په تل کې د ځمکې سره تماس نلري او دځمکې نه په ټاکلې واټن، د اوبو په منځ کې ولاړ دی.
د نه پیژندل شویو موجوداتو څیړونکي پوهان پدې نظر دي چې، همدغه حیرانونکی هرم ، د سمندر په همدې برخه کې د ګڼ شمیر بیړیو د ډوبیدا لامل دی.
څیړونکي چې، تراوسه پدې نه پوهیږي چې، دغه هرم څنګه تر اوبو لاندې جوړ کړی شویدی، لګیا دې پدې اړه نورې څیړنې کوي.
د یادولو وړ ده چې، د بیرمود مثلث چې، د امریکا د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت او د پیرټو ریکو ترمنځ پروت دی، چې مرکز یې د بیرمود ټاپو ګڼل کیږي. د دغه مثلث په سیمه کې زیاتره توپانو او تیزبادونه الوزي چې د بیړیو د ډوبیدا لامل ګرځي چې،ځینې کسان دغه پيښې د نه پیژندل شویو ناځمکني مخلوقاتو کړنې ګڼي.