د عطارد په سیاره کې « تورمستطیل » ډول شکل لیدل شویدی

 На Меркурии чернеет нечто очень странное.
څیړونکي ددې جسم په اړوند چې، د امریکا د فضايي څیړنو د مرکز (ناسا) په تصویر لیدل شویدی، په یوه نظر ندي.ایا دغه جسم په هوا کې ولاړ دی او که هغه دروازه ده چې د سیارې دننه خواته لاره پرانیزي.
  د روسیې د « کمسامولسکایا پراودا» ویب پاڼې له مخې، یوځل بیا، د پوهانو پام، دغه حیرانونکي او له اسراره ډک جسم ځانته ورګرځولی دی، چې د لمریز نظام، د لمر له لوري د ځمکې خواته د لومړنۍ سیارې  عطارد پرمخ لیدل شوی دی.  دغه مستطیل د لومړي ځل لپاره څلورکاله پخوا د متحده ایالاتو د فضایي څیړنو د مرکز لخوا لیدل شوی وو. تصویر د 2012 کال د فرورۍ د میاشتې په لسمه نیټه د ناسا لخوا د لیږل شوې چترۍ، د کمرې (Wide Angle Camera) لخوا اخیستل شوی وو.
Снимок на НАСА, на котором был обнаружен "черный прямоугольник" (участок обведен белым).
د ناسا تصویر چې « تورمستطیل » پکې لیدل شوی وو
د تصویر په اړه د ناسا په توضیحاتو کې ویل شویدي چې، داورغورځونکي غره غوندې ددغه سوري د خولې قطر 42 کیلومټره دی. ددې له مخې د « تور مستطیل» سورې لوړوالی د سپږو کیلومټرو په شا او خوا کې او پلنوالی یې درې کیلومټره اټکل کیدای شي.
Увеличено: объект имеет правильную геометрическую форму, соотношение сторон 2:1.
د تصویر په اړه د ناسا په توضیحاتو کې ویل شویدي چې، داورغورځونکي غره غوندې ددغه سوري د خولې قطر 42 کیلومټره دی. ددې له مخې د « تور مستطیل» سورې لوړوالی د سپږو کیلومټرو په شا او خوا کې او پلنوالی یې درې کیلومټره اټکل کیدای شي.
د ناپیژندل شویو الوتونکو اجسامو څیړونکي (ufologists)  وايي چې، دغه ډیر ستر سوری دی، خو ناسا د هغه په اړه څه نه وايي. دوی څرګندوي چې، « تور مستطیل» د عطارد سیارې ته د ننوتو دروازه ده او په عطارد کې دننه د نورو سیارو د اوسیدونکو اډه کیدای شي.
د نورو سیارو نه د راتلونکو مخلوقاتو څیړونکی چې ځان ټایلر ګلوکنیر بولي، دناسا پدې تصویر کې د رڼا او سیورې موقعیت څیړلی دی او وايي چې: « تورمستطیل » دروازه نده، بلکې یو لوی جسم دی چې، دځمکې پر مخ پروت دی. نوموړی د دغه جسم د اصلیت په ډاډ سره وايي چې، هغه د نورو سیارو اوسیدونکو هلته ایښی دی.