د ونیې فشار او له اوږې سره شیدې

د وینې شیریاني فشار هغه ستونځه ده چې ډیری کسان ورسره لاس او ګریوان دي. په ځانګړې توګه، د ستر عمر کسان لدې ستونځې ډیر سرټکوي. ددې ستونځې یا د وینې د شیریاني فشار لپاره ګڼ شمیر ګولۍ او ټابلیټونه شتون لري، خو دهغو ترڅنګه، ګڼ شمیر نورې لارې چارې او نخسې یې هم شته چې موږ ته له خپلو تیرو نسلونو او نیکو په نیکات پاتې دي .
څنګه کولای شو چې د اوږې نه د وینې د فشار د کښته کیدو درمل تیار کړو؟
، پنځه دانې د اوږې پلۍ  په یو ګیلاس کورنیو شیدو کې اچوو.
  اړینه نده چې له پوټکیو یې پاک کړو، خود ګړد او دوړو نه  یې ښه پاک مینځو. بیا یې په شیشه یی دیګي کې، چې شیدې پکې دي، اچوو. بیا یې ایشوو. کله چې شیدې وایشیدې، اور ورپسې تر وروستې کچې کموو او پداسې حال کې د دیګي خوله په برغولي پټوو، پنځلس دقیقې دموو.
بیا اور مړ کوو او مخلوط د بشپړه سړیدا پورې پریږدو.
د استعمال لاره
له دوو نه تر دریو میاشتو پورې یې هره ورځ پرته لدې چې ځنډ پکې راولئ، هر ورځ، دوه واره، د سلو ملي ګرامو په اندازه وخورئ. د دوو نه تر دریو میاشتو تلسسل ډیر مهم دی.
ان د یوې اوونۍ استعمال نه وروسته به، تاسو د روغتیا د ښه کیدو، په سر کې د سپکتیا او هوساینې احساس وکړئ. که د کالونو په تیریدا سره مو، بیا د فشار د لوړیدا احساس وکړو، نو دغه پورته یاده شوې طریقه یو ځل بیا تکرار کړئ.