یو فرانسوي په هغه کورکې چې، په نیکات کې ورته پاتې وو، سل کیلو ګرامه سره زر موندلي

ژباړه : زیب منتظرمسید
د فرانسې د نورماندیا د  ایورې  نومي  ښار ، په یوه کور کې د سرو زرو د سکو او سلو (خښتو) یوه خزانه موندل شویده چې، سل کیلو ګرامه وزن لري . دغه خبر د (
LCI) ټلویزیوني چینل  د نومبر په ۲۲ نیټه خپور کړی .
په خبرکې ویل کیږي، یوه سړي چې نوم یې ندی اخیستل شوی، غوښتل د خپل هغه کور چې، په نیکات کې ورته پاتې شوی وو، فرنیچر، لوښي او نورسامان وپلوري . د سامان د کتلو په مهال، د نوموړي  پام یوې کلکې ډبې ته  شو، چې په پرانیستلو سره یې په هغه کې د سرو زرو سکې وموندلې . کله یې چې د کور نورې برخې هم سمې ولټولې، نو د سرو زرو اووه سلې یا خښتې ، چې هرې یوې یې دوولس کیلو ګرامه وزن درلود او پنځه زره د سرو زرو سکې هم وموندلې .
د پیریدلو د سندونو او رسیدونو له مخې، چې د دغو سررو زرو د سکو او سلو یا ښختو سره موندل شوي دي، جوتیږي چې، دغه سره زر په قانوني توګه د (1950) او (1960) کالونو ترمنځ پیریدل شویدي. د موندل شویو سرو زرو ټولیزه بیه او ارزښت درې نیم میلیونه یورو اټکل شویدی.