تور چای د شکرې ناروغۍ مخه نیسي/ د حمیدالله حمیدي ژباړه

تور چای د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده چې د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او د وینې له لوړ فشار سره هم مقابله کوي. څېړونکي وایي د تور چای ښېګڼې یوازې دا نه دي، بلکې د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم ګټور تمامېږي.
د شکرې ناروغۍ په اړه هرو مرو معلومات لرئ چې څه ډول ناروغي ده؛ په نړۍ کې نن سبا په میلیونونو کسان پر دې ناروغۍ اخته دي.
شمېرې څرګندوي چې له اوبو وروسته په نړۍ کې د تور چای مینه وال ډېر دي، له همدې کبله پرې څېړونکو ګڼې څېړنې کړې دي. په تور چای کې شته پلي سکاریدونه چې د نشایستې او سلولوزو لرونکي دي، د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره ګټه لري.

دغه ترکیبونه کولی شي چې په بدن کې له اړتیا زیاتو ګلوکوزو د جذب مخه ونیسي، یوه څېړنه چې په ۲۰۰۸ کال کې ترسره شوې ده، ثابتوي چې تور چای په دوه ډوله د شکرې له ناروغۍ سره مقابله کوي. دوی وایي په تور چای کې شته پولیفنولونه او انتي اکسیدان د سلولونو د تخریب مخه نیسي او هم کولی شي چې په بدن کې د انسولینو کړنې تنظیم کړي.