د ملا او ملا تیرد دړد د درملنې ډیره ګټوره نسخه

ژباړه : زیب منتظرمسید
که تاسو د ملا یا ملا تیر دړد او خوږ ځوروي، په ځانګړې توګه، د درنو فزیکي چارو او هره ورځني سختو کارونو نه وروسته، نو دغه نسخه د تاسو لپاره ده . دغه درمل یا د درمنلې لارې چارې، د اولمپيک د ورزش کونکو لخوا چې، د ملا او ملا دتیر له دړده تر بل هرچا ښه خبر دي او هغه پرې تیريږي، د همدغو دړدونو د مخنیوي او درملنې د پاره جوړه شوې ده. بله ښیګړه یې دا ده چې، دغه درمل یا وسیله ډیره خوږه او خوندوره هم ده .
که ستاسو ملا او د ملاتیر زیاتره او پرله پسې په منظم ډول دړد او خوږ نه کوي، نو دغه درمل درته هرومرو ګټه رسولی شي. په هرحال، دغه درملنه یا درمل او نخسه، ستاسو د ملا او ملا د تیر د دړد په مخنیوي کې مرسته کولای شي او اغیزمن تمامیدای شي.
مخکې تر دې چې ویده شئ، یوازینی څه چې باید و یې کړئ، دا دي چې، دا لاندې وچې میوې وخورئ:
یوه دانه وچ تور الو یا الوبخارا
یوه دانه وچ انځر یا توغه
یوه دانه وچه زردالو یا مندته
د یوې نیمې میاشتې لپاره دغه کار هر ه شپه و کړئ. جانبي زیانونه یا عوارض نلري.
دغه درې وچې میوې د جوړو د ملا دتیر انساج بیرته رغوي او هغه پیاوړې او غښتلي کوي.
دغه ساده نسخه له ډیر پخوا څخه، ورزش کونکي د ملا د تیر د انساجو د بیرته رغونې او پیاوړتیا د پاره کاروي.