د وینې د لوړ فشار مخنیوی

د وینې د لوړ فشار مخنیوی 

ژباړه : زیب منتظرمسید
کدو او لیمو:
دوه دانې لیمو، یوه کیلوګرام کدو، یو کیلوګرام چیني یا شکره
د کدو پوټکی لیرې کړئ، لیمو د پوټکي سره پریږدئ او دواړه یوځای د غوښې د ماشین نه تیر کړئ. بیا شکره ور زیاته کړئ او سره ګډوډ یې کړئ. په یخچال کې یې وساتئ. باید یادوونه وشي چې، که د شکرې په ځای د شاتو نه کار واخلئ، نو لابه ښه وي.
د ډوډۍ خوړلو نه مخکې یوه،یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه وخورئ.

اوږه او د مڼې سرکه :
د اوږې یوه ټوټه، یوه د چایو څمڅه د مڼې سرکه، 200ملي لیټره اوبه .
هره ورځ د سهار لخوا، د اوږې میده کړی شوې ټوټه وخورئ او یو ګیلاس اوبه چې د مڼې سرکې مو پکې ګډه کړې وي، ورپسې وڅښئ.


د جغندرو اوبه : 

یو کیلو جغندر، 2-3 لیټره اوبه ، درې د ډوډۍ خوړلو څمڅې د مڼې سرکه، شات یا لیمو د خپلې خوښې سره سم.

جغندر به په تراشونکي وتراشئ، په درې لیټره شیشايي بوتل کې به یې واچوئ، ایشیدلې اوبو ور زیاتې کړئ، د مڼې سرکه هم ور واچوئ، بیا یې په توده ټوکر یا تولیه کې خوندي کړئ او د دوو یا دریو ورځو لپاره یې وساتئ. 
هره ورځ ، یو وار، پداسې حال کې چې، د چایو یوه څمڅه لیمو یا شات ورسره ګډ کړئ، د ډوډې نه مخکې، سل ملي لیټره وخورئ.
درملنې ته دوه میاشتې دوام ورکړئ.

د جغندرو او شاتو مخلوط :
دوه سوه ګرامه شات، درې سوه ملي لیټره د جغندرو جوس یا اوبه
د جغندرو اوبه یا جوس د شاتو سره یوځای کړئ او سم یې ګډوډ کړئ.
بیا هره ورځ، دوه واره ،ددغه مخلوط یوه یوه د چایو څمڅه د ډوډۍ نه مخکې وخورئ.