د منګ یا تارتار نه د غاښونو پاکول

ژباړه : زیب منتظرمسید
منګ (تارتار) هغه ژیړبخون رسوب دی چې د غاښ دپاس را غونډیږي او د وخت په تیریدو سره زیات او لکه ډبره  غوندې کلک ګرځي. که د منګ د ودې مخه ونه نیول شي، نو په پیروډنټیټ (
Periodontitis) بدلیږي چې، دغاښونو پاسینی نرم پوښ او هغه هډوکی چې ستاسو غوښونه یې کلک کړي دي، زیانمنوي .
کولای شو چې، له دوو لارو دغه ستونځه اواره کړو.
لومړی لاره یې د غاښونو ډاکټر دی چې، کولای شي تارتار پاک کړي او دویمه یې کورنۍ یا پخپل کور کې دننه د اوارۍ لاره ده .
له نیکه مرغه، چې ددې ستونځې لپاره د حل او اوارۍ لاره شته. دلته به موږ په هغه طبعي لاراو درملنه خبرو وکړو چې د غاښونو تارتار پاک او لیرې کړي او خوله مو روغه وساتي. سره لدې چې دغه نسخه به د غاښونو د ډاکټر د درملنې په څیر ژر او بشپړه نه وي، خو کیدای شي چې د وقایې او مخنیوي په موخه ګټوره تمامه شي.
نسخه پدې ډول ده:
اړین توکي
40 ګرامه د مټکو یا غوزانو پوټکی
یوه پیاله اوبه
تیارول:
د مټکو پوټکي په یوه لوښي کې واچوئ او د شلو (20) دقیقو لپاره یې وایشوئ.
بیا محلول پریږدئ چې سوړ او دم شي
بیا خپل د غاښونو برش راواخلئ او د پنځو دقیقو لپاره خپل غاښونه په همدغه محلول سره ومینځئ.
د ښې پایلې او نتیجې لپاره، د یوې اوونۍ لپاره، هره ورځ، درې ځله خپل غاښونه په همدې محلول سره ومینځئ،
وبه ګورئ چې د غاښونو منګ مو ورک او تری تم شوی.