هغه درې ډوله تیل چې د زړښت مخه نیسي


ژباړه: زیب منتظرمسید
هغه درې ډوله تیل چې کولای شي ستاسو پوستکی د زړیده نه وساتي.
(1) د ګل مریم تیل دکوچنیو او وړو ګونځو د لیرې کولو لپاره، په ځانګړې توګه، چې مرطوبونکی کریم هم ورسره مل وي، ډیره ګټوره وسیله ده. دغه غواړي عفوني ضد او باکټریا ضد ځانګړتیاوې او خاصیتونه لري، چې پوستکی پوست او نرم کوي .   


د شمع دان ګل تیل:
( 2) دغه تیل کابو د هر ډول پوستکي لپاره کارول کیږی. دغه تیل د وینې جریان، د پوستکي د ارتجاعي وړتیا په زیاتیدا کې مرسته کوي او پوستکې مرطوب ساتي.
خپل د خوښې کریم ته ددې تیلو څو څاڅکې ورزیات کړئ او بیا یې وکاروئ.

 (3) دانګور د زړي یا تخم تیل
دغه تیل د اکسیډو ضد یا (anti-oxidant) خواص لري چې، دهغو ازادو  راډیکالونو سره چې، د پوستکې د خراپۍ لامل ګرځي، مبارزه کوي . دغه تیل د ویټامین (E) بډایه سرچینه ده، چې د پوستکی د ګونځې کیدو پروسه پڅه او ټکنۍ کوي .