د نړۍ عجیبه ونې / بوباب ونه

ژباړه : زیب منتظرمسید

باوباب د مدغاسکر ټاپوملي سمبول دی او همدارنګه، دسنیګال او مرکزي افریقا د جمهوریت په دولتي نښانونو باندې هم انځور شویده. په نړۍ کې د باوباب لس ډولونه شتون لري. دا ډیره حیرانونکې وه او په زړه پورې یې داده چې هیڅوک دهغې کره عمر نه شي مالومولی، ځکه چې باوباب ونه هغه کړۍ یا دایرې نه لري چې، د ونې عمر ورنه جوتیدای شي. 


دغه ونه ډیر ژوند لري او ان تر پنځو زرو کالونو پورې عمر هم لرلای شي. دغه ونې ډیر لویې سټې او تنې لري، ځینې یې ان تر یوولسو مترو پورې پلنوالی او تر پنځویشتو مترو پورې لوړوالی لري. دغه همدارنګه، دغه ونه کولاشي چې تر څلویښتو مترو پورې اوږدې څانګې او ښاخونه وغزوي. 


د بوباب میوه:
دا په نړۍ کې یوازینې میوه ده چې، د ونې په څانګو کې وچیږي او ډیر طاقتور پوډر تولیدوي چې ځانګړې تغذیوي مواد لري او د روغتیا او ښکلا لپاره په پراخه کچه ګټور تمامیږي او همدارنګه، د ویټامین (C) بډایه سرچینه ده.

د خوړلو طریقه :
پاشل : ... پر میوو، د غلو دانو نه جوړشوي خواړه، ماستو او  پراټو یا بولنیو ته ورته خواړو باندې.
پخلی : ... په ډوډۍ، چکلیټي کیکونو، کیکونو او بیسکټو یاکلچو په بڼه .
ګډ: ... د اوګرې، د خوږو میټایانو، سوپ ، تودو اوبو او لیمو سره .
محلول : ... په اوبو ، د میوې جوس، د نارییل په اوبو، سلاډو کې.