د مخ له ګونځو نه په تنګ یاست؟!

هغه ماسک چې د مخ ګونځې به مو له مخې ورکې کړي

ژباړه : زیب منتظرمسید
جوړښت :
·         یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه شنه چای چې د کافي په ماشین کې میده شوی وي یا د شنو چایو پوډر.
·         نیمه د ډوډۍ خوړلو څمڅمه کاکاو پوډر.
·         یوه د چایو څمڅه شات
د چایو پوډر یا میده چای به د کاکاو د پوډر سره ګډ کړئ او بیا به یې په تودو اوبو کې واچوئ او تر هغو یې وایشوئ چې، د اوګرې په شان، ټینګ شي.
اوس یې پریږدئ چې،محلول دومره سوړشي چې، ستاسو پر پوستکي بد نه لګي.
بیا شات ورسره ګډ کړئ.
که ماسک ډیر ټینګ وو، نو لږ اوبه یا هم نباتي تیل ور سره ګډولی شئ.
 همدارنګه، کولای شئ چې، د ماسک سره ستاسو د خوښې تیل، د لیمو اوبه، ماستې، د ښواونه یا زیتون تیل، د بادام تیل، د ویټامین E سره د نورو هغو اجزاوو محلول، چې ستاسو پر پوستکي ښه لګي او د شکولاد او شنو چایو سره وړ او مناست ترکیب ولري، ور زیات کړئ.

دا ټول په ښه او سمه توګه سره ګډوډ کړئ، بیا خپل پوستکی پاک کړی او پداسې حال کې چې لږ څه لوند غوندې وي، دا ماسک پرې کیږدئ.
پس له شلو دقیقو، خپل مخه یا پوستکی په لږغوندې سړو اوبو پرېمینځئ او په نرم او رطوبت لرونکي کریم  یې غوړ کړئ.

                      دغه ماسک به د 6- 8 میاشتو په اوږدو کې، په اوونۍ 3- 4   واره، تکراروئ او وروسته، ددې لپاره چې اغیز یې پرځای او د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، په اوونۍ کې 1 – 2 ځله، دغه ماسک پر پوستکې لګوئ.