د نړۍ عجیبه ونې /ویسڅیریا

ژباړه : زیب منتظرمسید
ویسڅیریا زیاتره د زینتي یا سنګارونکې باغوانۍ په بڼه کارول کیږي.  کله چې د ویسڅیریا تنې او بڼکو ته ورته پاڼو ته ګورو، چې د اسماني شنه، سپین، سور، بانجاني، ژیړ او نورو رنګینو او خوشبویه برشونو په وسیله پوښل شوې دي، نوانسان دا باور نشي کولای چې دغه ونه د چڼو او لوبیا یا میټونو د کورنۍ څخه ده .  خو دا رښتیا ده چې دغه دانګور د تاک په شان، خوږ بوی لرونکې ونه د دانه لرونکو نباتاتولکه لوبیا او چڼو له کورنۍ څخه ده، چې میوه یا دانې یې د سره دال دانو ته ورته دي.