د ینې، صفرې، رنګونو، بې خوبۍ او عمومي روغتیا حالت ښه کول

 ژباړه : زیب منتظرمسید
1 – یوه  د ډوډۍ خوړلو څمڅه وربشې، له پوټکي سره، د شپې لخوا په نیم لیټر اوبو کې واچوئ . که د وینې فشار ولرئ، نو یوه د ډوډۍ خوړولو څمڅه مرواریدي وربشې یا (جومروارید) هم ور ګډ کړئ .
ګهیځ وربشې په همغو اوبو کې، د دوو دقیقو لپاره په تیز اور باندې وایشوئ، د دیګي یا لوښي سر باید لوڅ وي. بیا یې سرپوښ  یا برغولی پر سر کیږدئ او د پنځو دقیقو لپاره یې په سست او کمزوري اور باندې دم کړئ. بیابه ، هغه د کوم ټوکر یا تولیې سره پټ کړئ او د لسو دقیقو د پاره به یې پر میز کیږدئ چې دم شي.
وروسته یې په شامه یا وږې خیټه وخورئ.

2 – یو ګیلاس وربشې د پروزي یا غلبیل په وسیله چاڼ کړئ، بیا یې پریمینځئ او په یو لیټر ایشیدلیو اوبو کې  یې واچوئ. وروسته یې د یوې شپې لپاره په ترموز کې وساتئ.
مخلوط سهار یو ځل بیا فیلټر او چاڼ کړئ او په شامه یا وږې خیټه یې و څښئ.
 باید په یاد ولرئ چې مخلوط باید د ورځې پرې نږدئ، ځکه چې هغه ژر خمیره او ترش کیږي.
دا مو کولسټرول کموي، له وجوده مو اضافي مالګه باسي، د مخ پوستکی مو ښکلی کوي او له کولمو نه مو شګې او ایرې پاکوي.
دې درملنې ته باید لس ورځې دوام ورکړئ.