د پیازو وچ پوټکي مه غورځوئ

ژباړه :  زیب منتظرمسید
موږ زیاتره، کله چې پیاز پاک کړو ، نو پوټکی یې لیرې په ګند کې غورځوو، حال داچې دغه پوټکې زموږ د روغتیا لپاره کولای شي چې ګڼ شمیر ګټې ولري. د پیازو د وچ پوټکي نه د بیلابیلو ناروغیو لکه: د بلغم د صفایي، اسپاسم ضد ،ویټامیني، د میکروبو ضد او د رګونو د پیاوړتیا د وسیلې په توګه ګټه اخیستی شو.
د ستوني د دړد نه په عذاب یاست؟!
د پياز پوټکي په ایشیدلیو اوبو کې واچوئ،بیا پرې  خوله ومینځئ او غرغاړه  یې کړئ .
 
پوزه مو څاڅي (الرژي یا حساسیت لرئ او یا سړو وهلی یاست)؟
په ایشیدلیو اوبو کې د پیاز د میده شوي وچ پوکي څلور د ډوډۍ خوړولو څمڅې واچوئ  او بیا د همدغه محلول د پاسه خپل سرونیسئ او د دریو نه ترپنځو دقیقو پورې د محلول نه پورته کیدونکی بړاس تنفس کړئ.

ټوخی :
دوه څمڅې د پیاز میده شوی وچ پوستکي  په اوبو کې واچوئ، د پنځلس دقیقو لپاره یې وخوټوئ ، بیا یې چاڼ یا فیلټرکړئ.  په ورځ کې یې درې واره ، د ډوډۍ نه نیم ساعت مخکې، د ګیلاس څلورمه برخه وڅښئ.
مثانه او پښتورګې مو دړد کوي؟
د پیاز وچ شوي پوټکي میده کړئ، درې د چایو څمڅې په دوه ګیلاسه ایشیدلیو اوبو کې واچوئ او تر دیرشو دقیقو پورې یې پریږدئ چې دم شي. بیا یې ښه فیلټریا چاڼ کړئ او د دریو ورځو لپاره ، هره ورځ دوه واره ،پنځوس ملي لیټره وڅښئ . که ناروغي مو کرونیک او دوامداره وي، د لسو ورځو لپاره، د ډوډۍ خوړلو دوه څمڅې، د ورځې درې یاڅلور واره وڅښئ.