د رسوباتو نه د بدن د رنګونو د پاکولو لارې چارې

ژباړه : زیب منتظرمسید
زموږ د بدن رګونه دا ځانګړتیا لري چې دوخت په تیریدو سره، خیرنیږي. د هغوی پر دیوالونو باندې د غیرعضوي مالګو رسوبات راغونډیږي، چې د وخت په تیریدو سره د اتروسکلوز (
atherosclerosis) ،د وینې جریان ګډوډیدا، فشار دلوړیدا او واریس (varices ) لامل ګرځي.
نوځکه باید، د وینې د سیسټم د دوامداره صفايي او پاک ساتلوهڅه وشي .
څنګه کولای شوچې خپل د بدن رګونه په کورنیو شرایطو کې پاک او صفا کړو؟
» سل ګرامه د سپرکۍ یا بادیانو تخم
» دوه د ډوډۍ خوړلو څمڅې د سنبل الطیب ګل ریښې
» دوه لیټره ایشیدلې اوبه
» دوه د ډوډۍ خوړلو څمڅې شات یا ګبین


د تیارولو طریقه :
1 - د سپیرکۍ دانې یا تخم به د سنبل الطیب د ګل د میده شویو ريښو سره یو ځای په ایشیدلیو اوبو کې واچوئ.
2 - کله چې هغه د تودوخي تر څلویښتو(۴۰) درجو پورې سوړ شو، نو دوه د ډوډۍ خوړلو څمڅې شات به ورزیات کړئ .
3 -  بیا نو محلول په یوه بوتل کې واچوئ او په کوم توده ټوکر کې یې تاو کړئ، د یوې ورځې لپاره یې پریږدئ چې ښه دم شي.
دغه محلول باید د شلو ورځو په اوږدو کې ، هره ورځ، د ډوډۍ خوړلو څخه نیم ساعت مخکې ، په شامه یا وږې خیټه وکاروئ.