ایا د ینې یا ځیګر ستونځې لرئ...!؟

ژباړه : زیب منتظرمسید
د هوا او چاپیریال ککړتیا، پرلپسې زکام، ناسم خوراک او څښاک، او برسیره پردې د بیلابیلو درملو د کارولو له کبله،زموږ په ینه کې لوړ ستونځې را مخې ته کیږي. دغه لاندې نخسه به نه یوازې دغه ستونځې اوارې کړي،بلکې د ینې شااوخوا راچاپیرشوې وزده به ویلي کړي او اشتها به مو را ټیټه کړي. همدارنګه، دغه محلول ډیورټیک ( ادرار اور)، فنګس ضد، وایرس ضد ځانګړتیاوې لري. د وزن د کمیدو لامل ګرځي، د وجود ایمونیټي یا د ژغورنې سیسټم پیاوړی کوي، د بډوډو یا پښتورګو او مثانې تیږه او ډبره حل او ماتوي ورسره،  پوستکی تازه او ځوان ساتي .    
د جوړولو طریقه :
» -  لومړی د تازه دڼیا یوه دسته ښه میده کړئ او دوه پولۍ اوږه هم ورسره ګډه کړئ .
»
-   یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه د لیمو اوبه او همدومره د څښلو اوبه هم ورزیاتې کړئ  چې، یو ګیلاس محلول ورنه برابر شي.
» -  لاسته راغلی محلول درې ورځې، د سهار ناشتې او ماښام ډوډۍ نه مخکې وڅښئ.
»
- بیا درې ورځې، همدغه جوس او محلول یوازې د دڼیا او لیمو نه جوړ کړئ ، اوږه مه  ور زیاتوئ  او و يې څښئ .
»
- راتلونکې درې ورځې بیا اوږه ورزیاته کړئ او ویې څښئ. 
ټول ټال، نهه ورځې دغه محلول څښل یا خوړل کیږي . بیا دوه اوونۍ دمه وکړئ او تر هغې وروسته، یو ځل بیا دغه کورس د نهو ورځو لپاره تکرار کړئ.

یادوونه : هغه کسان  دې چې د معدې ګاسټریټ ولري او دتیزابو کچه یې لوړه وي، رفلیکس ایسوفاګیټس (reflux esophagitis) ولري اوهمدارنګه امیدوارې میرمنې دې ، ددې محلول د څښلو نه ډډه وکړي.