د ګزرو کوریایي سالاد

 
ژباړه : زیب منتظرمسید
دغه ډول تیارې شوې ګزرې ،ډیرې خوندورې وي او د نورو خواړو سره د سالاد په توګه، کارول کیږي. دلته به موږ هڅه وکړو چې، دهغو د تیارولو او چمتو کولو لارې چارې په ساده او اسانه توګه، د مینه والو او کوربنو لپاره بیان او وړاندې کړو.
د یوه کس لپاره
·         یوکیلوګرام ګزرې
·         یوه دانه اوږه (5-6 پلۍ)
·         سره مرچ نیمه دچایو څمڅه
·         درې دانې لونګ
·         نیمه د چایو څمڅه میده شوې دڼیا
·         یوه د چایو څمڅه شکر
·         یوه د چایو څمڅه مالګه
·         څلور د ډوډۍ خوړلو څمڅې سرکه
·         نیم ګیلاس نباتي غوري (تیل)
لومړی ګام
ګذرې پاکو او بیا یې مینځو، په تراشک یې تراشو، چې نرۍ نرۍ ترځې ترجوړې شي. په عکس کې یې کتلای شئ.
دویم ګام:
یوه دانه اوږه را اخلو او میده کوو یې، بیا یې د پرې کړیو او تراشلیو ګذرو سره ګډوو.

دریم ګام :
نور اړین توکي – تور او سور میده مرچ، لونګ او میده شوې دڼیا ورسره ګډوو، مالګه او شکره  پرې پاشو، بیا پرې نباتي غوړي یا تیل او سرکه ور زیاتوو او ښه یې سره ګډوډوو.  
څلورګام:
اوس نو ګذرې په یوه لوښي یا دیګي کې اچوو او کوم دروند شی ورباندې ږدو چې ، فشار پرې راشي، ترڅو یې اوبه او نم ووزي.
 لومړی ګذره په دیګي یا لوښي کې واچوئ او د پاسه پرې کوم پلیټ یا قاب کیږدئ . لږ غوندې زور پرې وکړئ او بیا پر قاب باندې لږ څه دروند شی کیږئ چې، پر ګذرو فشار راوړي.
بیا ګذرې را اخلواو په یوه شیشه یي بوتل کې اچوو او بندوو یې. وروسته هغه د دریو ورځو لپاره په یخچال یا هم
برانډه کې ږدو.
 
پس له دریو ورځو ګزرې د خوړلو لپاره چمتو او تیارې دي
باید یادوونه وشي چې د سالاد په بڼه د نورو خواړو سره وخوړل شي.