د غاړې د ټانسل (Tonsillitis) درملنه په څلیرویشو ساعتو کې

ژباره : منتظرمسید
ډیر داسې کسان به وي چې د
ټانسل یا د غاړې د دړد د ناروغۍ نه به په کا لونو کالونو په تکلیف وي او ترې سر به ټکوي. خو هغوی پدې ندي خبر چې، ددې ناروغۍ درملنه په څلیرویشتو ساعتونو کې شونې ده. که په وخت یې درملنه ونشي،
نو کولای شي چې په زړه کې د ستونځو د راولاړیدا لامل وګرځي.

نسخه یې ډیره اسانه او ساده ده او هر څوک ورته لاسرسی لرلی شي.
1- جغندر(البته سور)  را واخلئ او په تراشک یې وتراشئ. یوه ګیلاس تراشلي جغندر ته، د ډوډۍ خوړلو یوه څمڅه سرکه (٪9 ) ور زیاته کړئ. هغه په تیاره ځای کې د څلور ساعتونو لپاره کیږدئ. وروسته یې یې په یوه ټوکرکې واچوئ او جوس یې ورنه وزبیښئ.  ددې جوس په وسیله، هر دوه نیم ساعته وروسته، خپله غاړه غرغاړه کړئ. جغندر کولای شي چې ستاسو د اوږدې مودې او فولیکولي ( Follicular) ټانسل درملنه وکړي.