د نړۍ عجیبه ونې /سایپریس ونه

ژباړه : زیب منتظرمسید
د کاډو جهیل د امریکا په متحده ایالتونو کې یو له لویو جهیلونو څخه دی، چې د ټکزاس په ختیز کې د لوایزیانه سره په پوله کې پروت دی. د ځمکې پر مخ تر ټولو لوی د سایپریس ونو ځنګلونه په همدې ځای کې شنه شویدي. د جهیل مساحت کابو 106 کیلومتره مربع دی.
په دغه جهیل کې کابو 190 بیلابیل ډوله ونې او بوټې شنه کیږي چې، پک سایپریس(Bald Cypress) یې ډیر شهرت لري.
د سایپریس د ونو د نورو ډولونو نه په توپیر سره، دغه سایپریس ونې پاڼې لري چې د ژمي لپاره یې زیرمه کوي . د کاډو په جهیل کې دغه د سایپریس ونې تر سلو کالو لږ عمر نه لري او ځینې یې ان تر اوو سوو کالو پورې عمر هم لري