د رګونو د صفایي اسانه طریقه

ژباړه
ډاکټران ټینګار کوي چې، نن ورځ زیات وګړي د زړه د رګونو د ناروغیو له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.  خو د خواشینۍ خبره دا ده چې، ولې څوک د رګونو د صفایي او تمرین ډیرې ساده لارې چارې او طریقې خلکو ته نه ورپيژني؟
 ټولو ته جوته ده چې، د ناروغۍ مخنیوی نسبت د هغې تداوي او درملنې ته ، اسانه دی. تاسو کولای شئ په انټرنیټ کې د رګونو د صفايي او پاکولو ډیرې  ساده طریقې پیدا کړئ، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
د رنګونو د ارتجاعیت یا نرموالي لپاره :
یوه یوه د چایو څمڅه شات، د لمرګل غوړي یاتیل او د لیمو رس یا اوبه  به ښه سره ګډ کړئ او بیا به یې په شامه یا وږې خیټه وڅښئ.
لس ورځې به درملنې ته ادامه ورکړئ.
یا هم یوه د چایو څمڅه شات او د لیمو اوبه  د  
¾  ګیلاس اوبو سره یوځای او ګډ کړئ او د ویده کیدو نه مخکې  به یې د لسو ورځو  په اوږدو کې  وڅښئ.
دویم -  د رګونو د صفایي لپاره، دوه لیمو د کوفتې د ماشین نه تیر کړئ، دوې د ډوډۍ خوړلو څمڅې شات ورسره ګډ کړئ، بیا یې په شیشایي بوتل کې واچوئ او د یوې شپې ورځې لپاره یې په کوټه کې وساتئ.  هر ورځ 2-3 د ډوډۍ خوړلو څمڅې د چایو نه مخکې یا هم وروسته وخورئ.