د لاس د ورغوي په کرښو، فال لیدنه

ژباړه :
که ستاسو د لاس په ورغوي باندې د انګریزۍ ایم(
M) لیکل شوی وي، تاسو ځانګړی انسان یاست!
ویل کیږي چې، هغه څوک چې د لاس د ورغوي کرښې یې د انګریزۍ د ایم (
M) توري ته ورته وي، ځانګړي انسانان دي. په لاندې تصویر کې یې لیدی شئ.
ستاسو پوهیدنه او درک د نورو عامو انسانانو په پرتله پیاوړې ده او د ماشومتوب نه په تاسو کې سوداګریزه روحیه نغښتې ده .
هغه خلک چې د ورغوي لیکې یې د انګریزۍ ایم ته ورته وي، کابو هیڅکله دروغ نه وايي، سپینه، مخامخ او پریکړې خبره کوي . نه بل ته دوکه ورکوي او نه هم بل پریږدي چې دده ته دوکه ورکړي.
دا خبره په ځانګړې توګه د ښځو په  اړه ډیر صدق کوي. د ښځو شپږم حس د نارینه په پرتله ډیر پیاوړی وي.
هغه څوک چې د ورغوي کرښې یې د انګریزۍ ایم توري ته ورته وي، زیاتره ډیرځواکمن وي، کولای شي چې پرته له ځنډه او تردیده، مهمې پریکړې ونیسي، ځکه نو، ډیری وخت د مواقعو نه، چې په ژوند کې ورته برابریږي،ګټه اخلي او له لاسه یې نه ورکوي.
ویل کیږي چې، د ځینو پیغمبرانو او همدارنګه د تیرو لویو پاچاهانو او  سیاسي مشرانو د ورغوي لیکې او کرښې هم همدا ډول وې. 

 په عمومي ډول، که چیرې تاسو د همدغو نیکمرغو انسانانو له ډلې نه یاست او د لاس د ورغوي کرښې یا لیکې مو د انګریزۍ ایم ته ورته وي، نو تاسو ځانګړی انسان یاست، په ژوند کې چې هره موخه ځانته وټاکئ، کولای شئ چې ور ورسیږئ.