د وریجو په وسیله د وجود د مضره مواد ایستل

ژباړه :
د تبت دلاماګانو راز
د خپل عمربرابر، یانې چې هرڅوکلن یو، هغومره څمچې وریجې را اخلو، پرېمینځو یې او بیا یې په یوه شیشايي بوتل کې اچوو. وروسته تودې ایشیدلې اوبو ور زیاتوو،د بوتل خوله بندوو او په یخچال کې یې ږدو.
سهار د بوتل نه اوبه تویوو ، یوه څمڅه وریجې را اخلو او د 3-4 دقیقو پورې یې په اوبو پخوو. مالګه پکې نه اچوو او بیا یې په شامه خیټه یا وږې نس خورو. پاتې وریجو ته بیا ایشیدلې اوبه ور زیاتوو او بیرته یې په یخچال کې ږدو.
هر سهار دا کار تکراروو، ترڅو وریجې ختم شي.
ددې نسخې راز پدې کې دی چې، وریجې کرسټالي جوړښت لري او کله چې، موږ هغه خیشتوو، نو دهغو ناشایسته ورنه بیلیږي او سلولونه پرې را ښکاره کیږي. د وریجو اوګرا په معده کې هضمیږی او په کولمو کې د جذبوونکې په توګه، فعالیت تر سره کوي.
د درملنې د کورس یا دورې د پایته رسیدو نه پس به، نه یوازې داچې ستاسو په روغتیا کې بهتري راشې، بلکې لږ به ځوان هم ښکاره شئ. د ملا دړدونه به مو ورک شي او د غاړې ستونځې به مو هم لږې شي.  
 یادوونه : د دغو وریجو د خوړولو نه پس، لږ ترلږه د دریو ساعتو لپاره خوراک او څښاک مه کوئ.