د نیم سري د دړد کورنۍ درملنه

 ژباړه : منتظرمسید
د نیم سري په وخت کې، د سر یوه خوا یا اړخ کې دړد پیداکیږي. نیم سری بیلابیل علایم او نښې لري. د خواګرځیدل یا بدیدل، د رڼا، بوی ، غږ یا اواز په وړاندې حساسیت مهم علایم ګڼل کیږي.
زیاتره وخت، ستاسو د سر په یوه خوا کې، یا هم په ټول سر کې سخت دړد پیدا کیږي،چې د فزیکي فعالیتونو سره هغه لا هم زیاتیږي.
  زیاتره وخت، ستړیا او ستوماني، فشار یا سټریس او ځینې خواړه لکه بادام او چاکلیټ هم د نیم سري لامل ګرځي.
دلته موږ غواړو چې د نیم سري د تداوۍ او درملنې لپاره د دړد وژونکو یا دړد ضد درملو پرځای، تاسو ته دهغه کورنۍ یا د ولیو او بوټیو په وسیله، د درملنې نسخه در وپيژنو.
د ادرک څښاک: تاسو کولای شئ چې د خپلې خوښې سره سم او په هر اندازه چې مو غوښتي وي او خوند درکوي،ادرک پکې ګډ کړئ ، یو شربت یا څښاک جوړ کړئ او ترګټه پورته کړئ.
اړین مواد
·         دوه دانې ترش لیمو یا (lime )
·         یوه د چایو څمڅه شات
·         څلور پیالې اوبه
·         یوه پیاله پاک کړی شوی او بیا تراښل شوی ادرک
·         ګاز لرونکې اوبه

د تیارولو طریقه
اوبه وایشوئ. کله چې وخوټیدې، ادرک ور واچوئ. بیا یې اور کم کړئ او د پنځو دقیقو لپاره یې پریږدئ. پر ادرک زور وکړئ، ترڅو یې رس ښه ووزي. وروسته لوښی په ساړه ځای کې کیږدئ، چې د کوټې د هوا په کچې سوړ شي.
بیا په ترتیب سره، ګازلرونکې اوبه ، ترش لیمو او شات ور زیاتې کړئ.
ځینې څیړنې ښیي چې، ادرک د سوزش او التهابو ضد ځانګړتیاوې لري، چې د غړیو یا اعضلاتو، شا او نیم سري دړد را کموي.
د نیم سري د درملنې لپاره د ادرک د کارونې ځینې نورې لارې او طریقې هم شته.
تازه ادرک میده کړئ او په اوبو کې یې وایشوئ. کله مو چې دړد احساس کړ، نو دغه څښاک چې نه ډیر ګرم او نه هم ډیر سوړ، وڅښئ. همدارنګه، کولای شئ چې ادرک په اوبو کې وایشوئ او ایشولو په وخت کې د هغه بړاس یابخار دپوزې له لارې تنفس کړئ.
تاسو کولای شئ چې، د ادرکو د اوړو یا خمیر نه هم ګټه واخلئ. د ادرکو وچ پوډر د اوبو سره ګډ کړئ او بیا یې پرټنډه ولګوئ او ښه یې مساژ کړئ.
د نیم سري نه دخلاصون ځینې نورې لارې چارې
1-    د غوا سوچه غوړي یا کوچ را واخلئ او د مالوچو نه په ګټې اخیستنې سره، د پوزې په سوریو کې له دوو نه تر څلورو څاڅکو پورې واچوئ.  دا به په بشپړه توګه تاسو لدې ستونځې خلاص کړي. همدارنګه، دا دپوزې نه د وینې د راتګ یا(epistaxis) د درملنې لپاره هم ګټور دی. دغه کورس یا تداوي، د اوو ورځو لپاره جاري وساتئ.
2-    د سابو نیم ګیلاس جوس د ګزرو د نیم ګیلاس جوسو سره یوځای کړئ او هره ورځ یې په شامه خیټه یا تش نس وڅښئ. دغه عمل ته د یوې نه تر دوو میاشتو پورې ادامه ورکړئ. ستونځه به مو د تل لپاره اواره شي.
د سرپه کومه خواکې مو چې دړد وي، د پوزې د همغې خوا په سوري کې اووه څاڅکي د شړشم تیل واچوئ، د سر دړد به مو سمد لاسه ښه او ودریږي. دغه کورس یا تداوي، د پنځو ورځو لپاره ترسره کړئ او هره ورځ 2-3 ځله هغه تکراروئ. نیم سری به مو په بشپړه توګه تداوي شي.