که په غوږ کې یوه ټوټه پیاز کیږدئ ، څه به وشي؟

ژباړه : زیب منتظرمسید
د ناروغیو د درملنې لپاره د طبعي لارو او موادو کارول، له یوې خوا بې خطره او ګټور وي، له بله پلوه ارزان او په اسانه پيدا کیږي.
پياز – د هغو نباتاتو نه دی چې، کولای شي ستاسو ګڼ شمیر ستونځې اواري کړي.
دهغو له ډلې نه لاندې ستونځې یادوولای شو.
1- ټوخی :
د پیاز جوس – د ټوخي لپاره اغیزمن درمل دی، سره لدې چې کیدای شي بوی او خوند یې پر تاسو ښه ونه لګي . خوکه د پياز یوه ټوټه مو په غوږ کې کیښوده، نو دهغه رس یا نم ستاسو وینې ته رسیږي، اماد هغه د بدبوی او خوند له  ستونځې به خلاص وئ.
2- د تبې او تودوخي د کچې کمښت
دغه طریقه د ماشومانو لپاره په ځانګړې توګه ګټوره ده . که دتاسو د ماشوم د تودوخي درجه لوړیږي یا تبه ورځي، نو د ماشوم په جراب کې د خاپوړې لاندې او همدارنګه په غوږ کې د پیاز  یوه ټوټه چې، د مڼې په سرکه کې لمنده شوې وي،کیږدئ . د تودوخي درجه یا تبه به یې د سترګو په رپ کې ټیټه او کمه شي.
3- لړزه
که تاسو په ساړه ځای کې وئ او د ساړو نه مو وجود ټول لړزیږي ، نو پياز کولای شي چې تاسو توده کړي . د پیازو یوه بشپړه غوټه وخورئ، څو ساعته وروسته به د تودوخي او ګرمۍ احساس وکړئ.

4- د غوږونو او سر دردونه
چا چې دغوږ دړد لیدلی وي، هغه پوهیږي چې زغمل یې څومره ستونځمن دي. چاره یې ډیره اسانه ده. بس د پيازو یوه کوچنۍ ټوټه په غوږ کې کیږدئ. پیاز د التهابو ضد خواص لري.
5- دوینې بهیدا مخنیوی
که تاسو ناڅاپا په چاړه خپل لاس غوڅ کړئ او نه پوهیږئ چې، څه وکړئ، نو په یو نري ټوکرکې(هغې پټې ته ورته چې پرټپ باندې تړل کیږي)، دپیاز څوټوټې ونغاړئ او پرغوڅ کړي ځای یا ټپ باندې یې کیږدئ. وینه به ودریږي.
که دغه کړنه تکرارکړئ، نو ټپ به په لنډه موده کې ورغیږي.
6- پياز کولای شي چې د ټپ داغونه را کم کړي
دا به حیرانوونکي وي، خو رښتیا هم پیاز کولای شي چې هغه داغونه اونښې چې د ټپ نه وروسته پربدن پاتې کیږي، راکم او کوچني کړي. بس یوازې دومره وکړئ چې، د پوستکي هغه ځای چې نښه یا داغ پرې پاتې وي، په منظم ډول دپیاز سره ومږئ.
7- له وجوده د ګزک یا عفونت ایستل
د پیازو نه روب جوړ کړئ چې د وجود نه مو عفونت وباسي.
د چمتو کولو طریقه:
·         شیدې وایشوئ او پر یوه ډوډۍ (د سپینو اوړو) یې توی کړئ
·         د ډوډۍ پر مخ پیاز د تراشک په وسیله وتراشئ
·         ډوډۍ، شیدې او پیاز تر هغو میده او و اغیږئ، چې د روب بڼه غوره کړي.
·         ټپې شوي ځای یا ټپ په پاکو اوبو پریمینځئ او بیا پرې نرۍ پټۍ یا پټې ته ورته ټوکرکیږدئ او وروسته هم پرې جوړکړی د پیازو رب کیږدئ.
·         پرټپ پټۍ ولګوئ یایې هم په ټوکر سره وتړئ.
·         دغه پټۍ له دوو نه تر دوه نیمو ساعتو پورې پریږدئ.
دغه کړنه او عمل تر هغو پورې چې په بدن کې مو عفونت شته وي، هره ورځ ، درې واره جاري وساتئ.
8-  د سوزیدنې په وخت کې
که لمر مو وسوزوي، نو د پياز یوه ټوټه ورباندې د دوو دقیقو لپاره کیږدئ، هرومرو درسره مرسته کوي او که پرې د پاسه مو د هګۍ سپین هم ولګول، نو نه یوازې دا چې دړد به یې هم ورک شي، بلکې داغ به یې هم پاتې نشي.
9- د بمبرو یا مچیو چیچنه
که مو مچۍ، بمبره یا کومه بله حشره وچیچي، نو د نیش وهلو پرځای د سپین پیاز یوه ټوټه کیږدئ. دا به د حشرې زهر وزبیښې او په بدن کې به د هغو د خپاریدا مخه ونیسي او دهغه په بیرته رغیدا کې به مرسته کړي.