څنګه کولای شو د پړۍ نه ښایسته ټوکرۍ جوړه کړو؟

 بس یوازې پړي، سریښو او رنګ ته اړتیا ده چې یوه ښکلې او ښایسته ټوکرۍ تیاره کړو.راځئ د تصویرونو په بدرګه سره، وګورو چې د پورته شیانو نه څنګه ټوکرۍ جوړیدای شي.
د مالوچو یا هم بل کوم پړی را واخلئ...  
 رنګ هم راواخلئ او د پلاسټیک دستانې هم چمتو کړئ
 یوه تلۍ یا کاسه هم راواخلئ، د کومې په بڼه او اندازه چې غواړئ ټوکرۍ جوړه کړئ
 تاسوکولای شئ چې پړۍ ته رنګ ورنکړئ، خو که غواړئ چې ټوکرۍ موښایسته او رنګینه راشي، نو باید پړی د بیلابیلو او د یوبل سره د میچ کیدونکو رنګونو په وسیله ورنګوئ او بیا ترې ټوکرۍ جوړه کړئ.
ددې لپاره رنګ په یوه لوښي کې اچوو او لږ تودې اوبه ورزیاتوو.

 رنګ شوی پړی وروسته له وچیدا، یوځل مینځو، ترڅو اضافي رنګونه ترې پاک شي.

 بیا تلۍ یا کاسه را اخلو
 بیا پړی را اخلو او په پیل کې، د پړي په سر سریښ وهو او په تلۍ باندې یې را چاپیراوو. سریښ په هره نیم سنتي مترۍ کې لګوو او بیا یې د ګوتو په وسیله کلک او ټینګوو. 

 د تلۍ یا کاسې چاپیره د پړي سریښولو ته دوام ورکوو، خو دلته غواړم یادوونه وکړم چې، پړۍ داسې سریښوو چې، د تلۍ یا کاسې سر ه سریښ نه شي، بلکې د پړۍ د بلې لړۍ سره یې سریښوو.




د پړۍ پای ته غوټه ورکوو چې د ټوکرۍ لپاره ترې لاستی جوړ کړو
 ټوکرۍ چمتو شوه، اوس یې د څه مودې لپاره ږدو، ترڅو وچه شي او بیا یې کولای شو چې، د خپلې خوښې سره سم، وکاروو.