په دوو دقیقو کې خپل غاښونه سپین کړئ

لومړۍ طریقه :
یوه د خوړولو څمڅه د خوړلو سوډا او د لیمو جوس یا اوبه . سوډا په پیاله کې واچوئ او د پاسه پرې لیمو ور وزبیښئ. د لیمو اسیډ دوه دقیقو ته اړتیا لري، څو پر سوډا باندې خپله جادو وښيي.
بیا یې ښه سره ګډوډ کړئ او بیا دهغه د لیم ساعت یا 30 دقیقو لپاره پر خپلوغاښونو کیږدئ. وروسته له هغې مو خپله خوله پریمینځئ.
دویمه طریقه :
یو یا دوه دانې ځمکنی توت به میده کړئ او د چایو دنیمې څمڅې سوډا سره به یې ګډ کړئ. ځمکنی توت د دوو دقیقو لپاره  پریږدئ چې، د سوډا سره سم ګډ شي. وروسته دغه مخلوط د پنځو دقیقو لپاره پر خپلو غاښونو کیږدئ. بیا خپله خوله د اوبو سره ښه پرېمینځئ.