په غوږونو کې د شورماشو او سردړد لپاره :

۱- د ډوډۍ خوړلو یوڅمڅه میده شوی د نښتر پوټکی به په دوه ګیلاسه تودو اوبو کې واچوئ او د ۳۰-۴۰ لپاره یې وخوټوئ.
بیا دغه محلول سوړ او فیلټریا چاڼ کړئ. کله چې سوړ شو، اوبو ورزیاتې کړئ چې، بیرته دوه ګیلاسو ته ورسیږي. پس له هغه یې، هره ورځ ۳-۴ واره وڅښئ.
که د سر دړد مو دوامداره وي، په هغه صورت کې باید د ۲-۳ اوونیو لپاره دغه درملنه تکرار کړئ.
ددې درملنې په پایله کې، د سر دړد په تدریج سره ښه کیږي او بیا نه تکراریږي.
۲- په غوږونو او سر کې د شورماشور لپاره د مڼې سرکه:
یوه د ډوډۍ خوړلو څمڅه د مڼې سرکه را واخلئ، یوه د چایو څمڅه شات ورسره ګډ کړئ، بیا یې ښه شره ګډوډ کړئ او د ورځې په اوږدو کې یې درې واره، د ډوډۍ په مهال وخورئ.