د سوزونکي(ګزنه) په مرسته د ویښتو د سپیندو نه ځان خلاص کړئ

نن ورځ زیاتره خلک د خپلو سپین ویښتو لپاره د بیلابیلو نخسو او موادو نه کار اخلي. تاسوپه ډیره اسانۍ  کولای شئ چې په ځنګل یا پټې کې د (سوزونکې) بوټی ومومئ. دغه بوټې لوړ وي او که د بدن په کوم ځای ولګي، نو هغه سوزوي.
دغه بوټی را واخلئ او په ایشیدلیو اوبو کې یې واچوئ. بیا همدا محلول پر خپلو ويښتانو ومږئ.  دا عمل ماښام یو ځل بیا تکرار کړئ. یاني خپل ویښتان د دغه محلول سره، د ورځې دوه ځله - سهار او ماښام- د یوې اوونۍ لپاره تکرار کړئ. اوونۍ وروسته به تاسو وګورئ چې، د سپینو ويښتان شمیر مو لږ شویدی. که دې عمل ته نوره ادامه هم ورکړئ، نو د سر ټول سپین وښتان به مو بیرته تور شي، خو پدې شرط چې بې حوصلې نشئ او دغه محلول څه مو دې لپاره وکاروئ.
همدارنګه، که د سوزونکې بوټی دچایو په څیر په او کې ایشوئ او ویې څښئ، نو د سترګو نظر به مو هم پیاوړی شي.