بس یولاچي قهوه یا کافي ته ورزیات کړئ او د پښتورګو ستونځې مو هیرې کړئ

د لاچي دخوند او بوی نه کابو تاسو ښه خبر یاست.د قهوه یا کافي په پیاله کې د لاچي یوه دانه ور زیاتول، نه یوازې د قهوې خوند ښه کوي، بلکې ګڼ شمیر ګټې هم لري.
د لاچي درملیزې ځانګړتیاوې لا ډیر پخوا په هند او چین  کې وګړو ته جوتې وې. پخوا خلکو انګیرله چې، لاچي کابو د ټولو ناروغیو درملنه کولای شي.
د لاچي ځانګړتیاوې
·         وجود یا ارګانیزم پاکوي
لاچي د خپلو درملیزواو ګټورو ځانګړتیاوې له مخې، د پښتورګو او مثانې اړوندو ناروغیو د درملنې او مخنیوي یا وقایې لپاره ډیره ګټه لري. د لاچي منظم او پرله پسې کارول د وینې فشار ټیټوي او د پښتورګو نه کلشیم وباسي.
·         هاضمه ښه کوي
د لاچي سره قهوه، د هاضمې سیسټم ښه کوي. د بدن دړدونه ورک کوي او کولنج مخه نیسي. برسیره پردې، د باد ضد خواصو د لرلو له امله، د معدې باد ختموي او د خیټې د پاړسوب مخنیوی کوي.
·         د کم خونۍ یا وینې د کمښت سره مبارزه
د اوسپنې، منګنیز، مسو او نورو ګټورو ویټامینونو د لرلو به کبله ، لاچي د کمخونۍ د ځینې نښې نښانې، لکه ستړیا، له منځه وړي او دغذاني موادو د لرلو له کبله، لاچي د وینې سره کرویات او د خجرو میټابولیزم یا بدلیدل را بدلیدل زیاتوي.
·            انټیسیپټیک یا ضدعفوني.
د کالونو په اوږدو کې، په هند کې لاچي وګړو د خولې د بد بویي د مخنیوي لپاره کاروه. یو یا دوه دانې لاچي به یې په خوله کې واچول، د ساه ایستلو په مهال به یې دخولې بوی تازه وو.
·            د وجود دفاعي سیسټم غښتلتیا
د لاچي ګټور خواص د وجود په دفاعي سیسټم مثبت اغیز لري، د بې خوبۍ مخه نیسي او له ډیپریشن نه مو خلاصوي.
·         پوستکي ژغوري
په قهوه، چای یا هم ګرمو اوبو کې د لاچې په اچولو سره ،تاسو کولای شئ چې د خپل پوستکي ښکلا وساتئ او د بې وخت زړیدا څخه وژغورئ. لامل یې هم په لاچي کې د اسیډو ضد خواصو اوځانګړتیاو شتون دی.  
·         د ويښتو غښتلتیا.
لاچي همدارنګه، د ويښتو د درملنې او رغونې لپاره هم ګټور او کارول کیږي. په منظم او دوامداره توګه، په هغو اوبو چې لاچي پکې ګډ وي، د ویښتو په مینځلو سره، نه یوازې ستاسو ویښتان روغ وي، بلکې د وریښمو په شان پاسته او ځلدیدونکي به هم وي.
پر دې برسیره، لاچي نورې ډیرې ګټې هم لري چې موږ دلته د ټولو یادوونه نده کړې. په چای، قهوه یا هم تودو اوبو کې د لاچي په ګډولو سره، تاسو نه یوازې دا چې د دغو ګټو نه برخمن کیږئ، د سهار لخوا ورته یوه پیاله څښاک درته د ورځې په اوږد کې انرژي هم  در کوي.