د عرق النسادرملنه

سیاټیکا یا د عرق النسا – هغه دړدونه دي چې، دعرق النسا یا د نسا په رګ کې د تکلیف له امله پيدا کیږي . د عرق النسا یا نسا رګ د انسان په وجود کې تر ټولو لوی رګ دی.

د سیاټیکا د درملنې لپاره ،ځانګړې درملیز حمامونه کارول کیږي، چې تر ټولو نامتو یې د نښترو د نسل د ونو لکه لمنځه، ځاڼغوزي ... حمام دی. ددې لپاره باید د نښترد نسل د ونې  څانګې و ایشول شي او محلول ترې جوړ شي . د محلول د ټینګوالي یا غلظت لپاره، یو کیلو ګرام د نښتر څانګې را اخلو او په درېو لیټرو اوکې یې اچوو او بیا یې د نژدې څلورو ساعتونو لپاره د چت لاندې په کوم ځای کې ږدو. 

همدا محلول د حمام په اوبو کې د 1:15 په تناسب ګډوو.

د سیاټیکا د تکلیف د درملنې لپاره د خردل یا خرین بوټي حمام هم ګټور تمامیږي. دخردل بوټی ریښه باید په تراشک باندې وتراشل شي او په حمام یا د حمام په اوبو کې واچول شي، خو مخکې تر هغې چې په اوبو کې واچول شي، باید په نرۍ ټوټه یا ټوکر کې تاو کړی شي. د حمام د اوبو د تودوخي درجه باید د 37 په شا اوخوا کې واوسي.

حمام باید د شپې له خوا، مخکې تر هغې چې ویده شئ، وکړئ. د درملیز حمام موده یا وخت باید د 12 دقیقو نه کم یا لږ نه وي. دغه حمام باید هره ورځ، د یوې اوونۍ په اوږدو کې وکړئ.



د ولسي درملنې له لارې د عرق النسا درملنه، ډیر ښه اغیز لري. د بیلګې په توګه، د زنجبیل یا راسن ګل د ولیو او جرړو جوش کړی محلول کولای شئ چې، ان د عرق النسا د دوامدارې یا ځنډنۍ ناروغۍ په صورت کې هم وکاروئ او ګټه ترې واخلئ.
دجوړولو طریقه یې داسې ده چې، یو د ډوډۍ خوړلو څمڅه د زنجبیل یا راسن ګل د ولیو پوډر به په یوه ګیلاس اوبو کې د پنځو دقیقو لپاره وایشوئ او هغه به هره ورځ ،دوه واره یاني سهار او ماښام ، نیم،نیم ګیلاس  څښئ.
 

همدارنګه، کاشتان یا(buckeye) هم د عرق النسا د درملنې لپاره ګټور تمامیدای شي. د کاشتان پاڼې به پرې کړئ، په نیم لیټر خوټیدلیو یا ایشیدلو اوبو کې به یې واچوئ او دپنځلسو دقیقو لپاره به یې پریږدئ چې دم وکړي او بیا به يې چاڼ کړئ. دغه محلول به د ورځې څلور واره څښئ.